کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رویټرز: کورونا تر ولسمشرۍ ماڼۍ رسېدلې

31 حمل 1399 ساعت 13:56

د کورونا ناروغي تر ولسمشرۍ ماڼۍ پورې رسېدلې او د ارګ شل تنه کارکوونکي ورباندې ککړ شوي.
په کورونا ککړ یو سند له بلې ادارې ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږل شوی او په کورونا باندې د شلو تنو د اخته کېدو سبب شوی.
دوی په کورونا د اخته کسانو کورنۍ قرنطين کړي، خو ښایي دا شمېره ډېره لوړه وي.



که څه هم دا خبرونه په رسمي ډول تائید شوي نه دي، خو تېره ورځ هم یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو په حواله لیکلي وو، چې ولسمشر غني د مشرانو جرګې د رییس «فضل هادي مسلمیار» د کورنۍ د غړو د کورونا د ازموینو امر ورکړی و.
یاده دې وي، کابل تر هرات را وروسته دویم ولایت دی، چې د کورونا تر ټولو زیاتې پېښې پکې ثبت شوي او د ښار دننه ګرځبندیز لګول شوی.
 


د مطلب کود: 208137

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208137/رویټرز-کورونا-تر-ولسمشرۍ-ماڼۍ-رسېدلې

آوا
  https://www.avapress.com