کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند او امریکا په افغانستان کې د بندیانو چټکې تبادلې او ټول شموله حکومت غوښتونکي دي

31 حمل 1399 ساعت 14:05

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر «اس جي شنکر» سره یې په افغانستان کې د سیاسي کړکیچ په هواري او بندیانو د تبادلې د پروسې په چټکتیا باندې خبرې اترې کړي دي.



خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه په دې هکله داسې لیکلي: « پرون د هند د باندنیو چارو وزیر ډاکټراس جی شنکر سره د افغانستان د سولې بهير د وروستيو مسایلو په اړه وغږیدم. موږ د کورني سیاسي کړکیچ د بیړني هواري او پر دې اهمیت وغږیدلو چې افغان مشران یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.»
نوموړي دغه راز څرګنده کړې، چې د هندوستان له بهرنیو چارو وزیر سره یې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د بندیانو د تبادلې پروسې پر چټکتیا او بین الافغاني مذاکراتو هم خبرې کړې دي: « موږ دغه راز پر دې اړتیا وغږیدلو چې افغان حکومت او طالبان د بندیانو خلاصون چټک کړي، د‌ اورکم سملاسي ملاتړ وکړي، او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي. موږ د کروناوایرس د سملاسي او اوږدمهالو اغیزو په اړه هم وغږیدو.»
ښاغلي خلیلزاد په افغان سوله کې د هندوستان له هڅو څخه د هرکلي ترڅنګ ویلي: « وزیر ته مې وویل چې متحده ایالتونه په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې لپاره په سیمه ايزو او نړیوالو هڅو کې د هند د ښکیلتیا هرکلی کوي. موږ د دې موخې لپاره له هند سره دوامداره ښکیلتیا ته ژمن یو.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د هندوستان د بهرنیوچارو وزیر «اس جی شنکر» په داسې مهال په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړېدل، بندیانو خوشې کولو او بین الافغاني مذاکراتو په چټک پیل باندې ټینګار کوي، چې تیره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې د ټول شموله حکومت او سولې پروسې د چټکتیا غوښتنه کړې وه.
د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوي تړون له مخې باید یوه میاشت مخکې ۶۰۰۰ د طالبانو او حکومت زندانیان خلاص او بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وو؛ خو په کابل کې د دوه ګونو حکومتونو اعلان، سیاسي کړکیچ، یوشمېر کړیو مخالفتونو او په وروستيو کې د کرونا بحران له کبله یاده پروسه تراوسه نه ده تکمیل شوې، چې له امله یې بین الافغاني مذاکرات هم ځنډیدلي دي، د کومې پړه چې تر ډیره په افغان حکومت اچول کیږي.
 


د مطلب کود: 208141

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208141/هند-او-امریکا-په-افغانستان-کې-د-بندیانو-چټکې-تبادلې-ټول-شموله-حکومت-غوښتونکي-دي

آوا
  https://www.avapress.com