دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 208141
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر «اس جي شنکر» سره یې په افغانستان کې د سیاسي کړکیچ په هواري او بندیانو د تبادلې د پروسې په چټکتیا باندې خبرې اترې کړي دي.

خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه په دې هکله داسې لیکلي: « پرون د هند د باندنیو چارو وزیر ډاکټراس جی شنکر سره د افغانستان د سولې بهير د وروستيو مسایلو په اړه وغږیدم. موږ د کورني سیاسي کړکیچ د بیړني هواري او پر دې اهمیت وغږیدلو چې افغان مشران یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.»
نوموړي دغه راز څرګنده کړې، چې د هندوستان له بهرنیو چارو وزیر سره یې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د بندیانو د تبادلې پروسې پر چټکتیا او بین الافغاني مذاکراتو هم خبرې کړې دي: « موږ دغه راز پر دې اړتیا وغږیدلو چې افغان حکومت او طالبان د بندیانو خلاصون چټک کړي، د‌ اورکم سملاسي ملاتړ وکړي، او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي. موږ د کروناوایرس د سملاسي او اوږدمهالو اغیزو په اړه هم وغږیدو.»
ښاغلي خلیلزاد په افغان سوله کې د هندوستان له هڅو څخه د هرکلي ترڅنګ ویلي: « وزیر ته مې وویل چې متحده ایالتونه په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې لپاره په سیمه ايزو او نړیوالو هڅو کې د هند د ښکیلتیا هرکلی کوي. موږ د دې موخې لپاره له هند سره دوامداره ښکیلتیا ته ژمن یو.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د هندوستان د بهرنیوچارو وزیر «اس جی شنکر» په داسې مهال په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړېدل، بندیانو خوشې کولو او بین الافغاني مذاکراتو په چټک پیل باندې ټینګار کوي، چې تیره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې د ټول شموله حکومت او سولې پروسې د چټکتیا غوښتنه کړې وه.
د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوي تړون له مخې باید یوه میاشت مخکې ۶۰۰۰ د طالبانو او حکومت زندانیان خلاص او بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وو؛ خو په کابل کې د دوه ګونو حکومتونو اعلان، سیاسي کړکیچ، یوشمېر کړیو مخالفتونو او په وروستيو کې د کرونا بحران له کبله یاده پروسه تراوسه نه ده تکمیل شوې، چې له امله یې بین الافغاني مذاکرات هم ځنډیدلي دي، د کومې پړه چې تر ډیره په افغان حکومت اچول کیږي.
 
https://avapress.com/vdcbawb58rhbg8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته