دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 208142
د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې یې شاوخوا ۵۰۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ویشلې دي. د طالبانو په رسمي ویب پاڼه «الاماره» د خپاره شوي خبر له مخې وړمه ورځ د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ په زیرکوه سیمه کې د کرونا وایرس او قرنطین له امله ځپل شوو ۵۰۰ بې وزله کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ویشل شوې ده.

په خبر کې ویل شوي، دا مرستې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو کمیسیون او مؤسساتو کمیسیون د مسئولینو په هلو ځلو او یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ په هغو کورونیو ویشل شوي، چې پخوا یې سروې شوې وه او ډیرې اړمنې وې.
د خبر له مخې په مرسته شوو موادو کې هرې کورنۍ ته ۲ بوجې اوړه،۲ قوطیه غوړي، وریجې، لوبیا او نور خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
باید وویل شي چې وسله وال طالبان هرکال د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت خپل تر ولکې لاندې سیمو کې بې وزلو او اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو اونقدو پیسو مرستې کوي؛ خو داسې ښکاري چې داځل د کرونا وباء او خلکو د قرنطین کېدو له امله د مرستو د ویش دغه لړۍ له روژې څخه دمخه پیل شوې ده.
هرات له کرونا وایرس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه پروت ولایت دی، د هېواد په کچه د کرونا ترټولو زیاتې مثبتې پېښې هم په دغه ولایت کې ثبت او د مرکز په شمول ډیری سیمې یې قرنطین دي، چې له امله یې خلک په کورونو کې بند او خوراکي مرستو ته سخته اړتیا لري. ددې ترڅنګ چارواکو خبرداری ورکړی، که چیرې ددغه ولایت قرنطین ژر ختم نه شي او یاهم خلکو ته بیړنۍ خوراکي مرستې ونه رسیږي، ښايي هلته بشري ناورین رامنځ ته شي.
 
https://avapress.com/vdcc04qii2bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته