دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 208143
طالبانو تیره اونۍ ۲۴ ملکیان وژلي دي – فیصل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې طالبانو په افغانستان کې تاوتریخوالي ته دوام ورکړی چې له امله یې یوازې په تیره یوه اونۍ کې ۲۴ ملکیان وژل شوي دي.
د دغې شورا ویاند جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۹ ( وري ۳۱ مه) امریکا غږ ته وویل چې د روانۍ اونۍ په لومړیو دوو ورځو کې هم د طالبانو په بریدونو کې ۱۳ ملکیان وژل شوي دي.

ښاغلي فیصل وویل چې په وژل شوو ملکیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ملي امنیت شورا وايي چې دا ملکیان د بغلان، پکتیا، تخار، غزني، غور،فراه، کندهار، کونړ، ننګرهار او هرات په ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.

ښاغلي فیصل وویل:" اکثره دا کسان د سړک د غاړې د ماین په چاودنو کې مړه او ټپیان شوي دي".

د ملی امنیت د شورا ویاند د خپل ټویټر په پاڼه په افغانستان کې د اوربند پر ټینګیدو ټینګار کړی او ویلي دي چې د سولې ټینګیدل د تاوتریخوالي پای ته رسیدلو او د ملکي وګړو څخه ملاتړ ته ژمنتیا ته اړتیا لري.

تر اوسه طالبانو د افغان حکومت د دغه چارواکي د دې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې، خو دغې ډلې په وار وار د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه تورونه رد کړي دي.

د بلې خوا د غزني ولایتي چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې د دغه ولایت د رشیدان د ولسوالۍ د پولیسو قومندان د طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت وویل، چې د رشیدان د ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالقیوم طالبانو سره په جګړه کې سخت ټپي شوی وو چې بیا وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

ښاغلي سیرت وویل چې تازه دم ځواکونه رشیدان ولسوالۍ ته استول شوي او د ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د طالبانو برید په شا تمبول شوی دی.

د رشیدان ولسوالۍ د غزني د ولایت د مرکز په ۳۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې د افغان حکومت وسله وال مخالفان په کې نفوذ لري.

په تیر یو کال کې د طالبانو سره په جګړه کې دا د ولسوالۍ دوهم امنیه قومندان دی، چې وژل کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdoj0xsyt0zf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته