د لیګ د دریمې اوونۍ د یوې لوبې په پیل کې، لوبغاړي د لوی بیرغ مخې ته چې کښې د افغانستان، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، چین او ازبکستان بیرغونو ځړول شوي و، ودرېدل او خپل ملاتړ یې څرګند کړ.
د تاجکستان پریمیر لیګ سیمه کې له کرونا ځپلو هیوادونو ملاتړ اعلان کړ
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 حمل 1399 ساعت 14:37
د لیګ د دریمې اوونۍ د یوې لوبې په پیل کې، لوبغاړي د لوی بیرغ مخې ته چې کښې د افغانستان، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، چین او ازبکستان بیرغونو ځړول شوي و، ودرېدل او خپل ملاتړ یې څرګند کړ.
دا چې تر دې دمه په تاجکستان کې د کروناویروس کومه مثبته قضیه لاتراوسه نه ده ثبت شوي، د هیواد غوره لیګ سیالۍ د تړلو دروازو ترشا ترسره کیږي.
دا په داسی حال کې ده چې در دې دمه افغانستان کې ۹۹۳ چین کې ۸۳۸۰۴ ، روسیه کې ۳۶۷۹۳ ، قزاقستان کې ۱۶۶۱، قرغزستان کې ۵۵۴ او ازبکستان کې ۱۴۹۵ کسان له کرونا ویروس څخه رنځ وړي.
د مطلب کود: 208144