دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود : 208193
افغانستان ته د هند مرسته شوي درمل افغان چارواکو ته وسپارل شول
د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف د افغانستان له خلکو او پوځ سره د هندوستان مرسته شوي درمل پرون کابل ته ورسېدل.
افغان چارواکو ته د اته لکه هایدروکسيکلوروکین او ۱۷۰ زره پاراستامولو د سپارلو مراسم په کابل کې د هند په سفارت کې جوړ شوي و.

د هندوستان د هېواد له‌خوا د دغو مرستو اعلان څه وخت مخکې شوی و او جوپه‌یې یکشنبه افغان چارواکو ته وسپارل شوه.

په کابل کې د هندوستان سفیر وینې کومار لومړی د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز ته درې لکه هایدروکسیکلوروکین او ۷۰ زره پاراستامول وسپارل څو یې د روغتیا وزارت له لارې له اړتیا سره سم ناروغانو ته ورکړي.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر د هند له دغو مرستو مننه وکړه او ویې‌ویل چې هیله‌مند دی وکولای شي اوسنی وضعیت کنټرول کړي.

فېروز الدین فېروز وویل: "افغانستان او هندوستان تاریخي دوستانه روابط لري چې موږ پرې ویاړو. زه د هندوستان د خلکو او حکومت له هغو مرستو منندوی یم چې د اندراګاني د ماشومانو د صحت د انسټټیوټ سره‌یې کوي، همداراز د افغانستان په ګوټ ګوټ کې یې سلګونه کلینیکونه راجوړ کړي، روغتیاپالانو او ناروغانو سره مو همکاري کوي. زه د دې همکارۍ د پراختیا په هیله یم څو وضعیت کنټرول کړو او د خپلو خلکو صحت بهتره کړو."

افغانستان سره تر دې مخکې د چین هېواد له‌خوا هم د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف د طبي وسایلو او درملو مرسته شوې وه.

اخوا په کابل کې د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت په ځینو سیمو کې له افغان پوځ او د پوځ له لارې له خلکو سره د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف د درملو، عفونت ضد اوبلنو موادو او ځینو وسایلو مرسته رسولې ده.

د هندوستان هېواد د مرسته شویو درملو ډېره برخه یعنې پنځه لکه هایدروکسیکلوروکین او یو لک پاراستامول ټابلېټونه د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد ته وسپارل شول.

اسدالله خالد زیاته کړه: "د هر څه لپاره مننه کوم. نه‌یوازې د کرونا ویروس له امله په اوسني رامنځته شوي وضعیت، بلکې د افغانستان له خلکو او د فغانستان له پوځ سره مو له همکارۍ مننه کوم."

د افغانستان دفاع وزارت او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت د راپورونو په اساس پوځیان په ګډه د دغه هېواد په لیرو پرتو سیمو کې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف خلکو ته مرسته شوي درمل او طبي وسایل رسوي.

روغتیاپالان د هندوستان دا مرسته ډېره پر ځای بولي، خو وايي چې په مصرف کې یې باید پوره شفافیت په پام کې ونیول شي.

د کرونا ویروس سره د مبارزې د متخصصینو د کمېټې غړی او د روغتیايي مسایلو څېړونکی ډاکتر جاوېد صافي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه جوپه د درملو چې افغانستان سره مرسته وشوه. دا کولای شي په دې حساسو شرایطو کې د کرونا په مخنیوي کې ډېر رغنده رول ولوبوي. چارواکو ته په کار ده چې ژر تر ژره د دې مرستو لپاره یو ډېټابېس جوړ کړي او درمل چې هر چا ته لګوي، نو هغه باید ډېټابېس کې درج شي او په اخر کې یوه کاپي د هندوستان له حکومت سره شریکه شي. دغه درمل چې هایدروکسیکلوروکین او یو څه انټي بایوټیک دي دا باید په هغو ناروغانو باندې مصرف شي چې په سختو او حاد شرایطو کې دي."

که څه هم افغان حکومت ۱۵ میلیونه ډالره له کرونا ویروس سره په مبارزې لګولي او دا دی بهرنۍ مرستې هم ورسره کېږي، خو د ځینو راپورونو په اساس په هرات، کندهار او بلخ کې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف جوړ شوي مراکز کافي طبي تجهیزات او درمل نه‌لري.

نږدې زر تنه (۹۹۶) په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته دي چې له ډلې یې ۳۳ کسان مړه شوي او د ۱۳۱ نورو درملنه هم شوې ده.

تازه د یکشنبې په ورځ په ارګ کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته تأیید کړه چې یوازې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې ۴۰ کسان د کرونا له لاسه مړه شوي، خو د عامې روغتیا وزارت دا شمېرې نه‌مني.

روغتیاپالان اندېښمن دي چې که په افغانستان کې د کرونا په اړه طبي سپارښتنې چې د لاسونو مکرر وینځل، د ټولنیزو فاصلو رعایتول، له غېږې او لاس ورکولو ډډه او ځیني نور مسایل جدي ونه‌نیول شي ښايي په کرونا د اخته خلکو شمېر څو چنده زیات شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdci3varpt1auz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته