دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 208200
غني د ایران خاص استازي سره د سولې او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې
اشرف غني او ځینو نورو لوړپوړو مقاماتو پرون د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خاص استازي محمد ابراهیم طاهریان سره د افغان سولې، سیمه‌ییزې اجماع او له کرونا ویروس سره پر مبارزې خبرې کړي.
د ارګ ماڼۍ یکشنبه ماښام په یوه اعلامیه کې د دې لیدنې په اړه خبر ورکړ.

اخوا له دې لیدنې مخکې ښاغلي طاهریان د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره هم کتلي چېرته چې د امنیت شورا د اعلامیې له مخې هغه د افغانستان له دولته د سولې پروسې او ځینو نورو مسئلو په برخه کې د ایران د ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محب ویلي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د سیمه‌ییزې اجماع رامنځته کېدل اړین دي او هم دا ډاډ حاصل شي چې راتلونکې سوله دایمي ده او په سیمه کې پرې موافقه موجوده ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchv6niv23nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته