کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تخار کې طالبانو سره نښته کې د محلي اردو ۱۹سرتیري وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس , 1 ثور 1399 ساعت 10:38

د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له طالبانو سره نښته کې د محلي اردو ۱۹ سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.


د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري نن دوشنبه اپرېل۲۰ امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه په خواجه غار ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په سیمه کې د محلي اردو پر پوستو بریدونه وکړل چې څو ساعتونه یې دوام درلود.
ښاغلي هجري زیاته کړه چې تازه دمه ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او بیرته سمه شوی دی.
د تخار چارواکو په دغه نښته کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.
یاده مرګ ژوبله پر داسې مهال رامنځته کیږي چې د کرونا ویروس خپرېدو په هدف د اروپايي ټولنې په ګډون ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.
تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا وویل که په دغه هیواد کې اوربند ټینګ نشي د کرونا ویروس له امله به ناورین رامنځته شي.


د مطلب کود: 208209

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208209/تخار-کې-طالبانو-سره-نښته-د-محلي-اردو-۱۹سرتیري-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com