غالب ددفاع او کورنیو چارو وزارت په ګډون یو شمېر دولتي ارګانونه او صنعتي شرکتونه د پورونو په نه اداء کولو تورنوي، چې زیان یې په ټوله کې افغانستان ته رسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د برېښنا شرکت په ځينو ځایونو کې د برېښنا قطع کولو ګواښ کړی و.
بل لور ته د مالیې وزارت وايي: ډیر ژر به د برېښنا د پورونو پرې کولو له پاره برېښنا شرکت ته مالي سرچینې پیدا او د هغوی په اختیار کې ورکړي.
د یاد وزارت ویاند شمروز خان مسجدي رسنیو ته وویل: له ګاونډیو هېوادونو سره به خبرې وشي، چې د مالي مدرک تر پیدا کولو پورې د پییسو ورکولو ځنډ ورسره ومني.
ویل کیږي، چې د برېښنا شرکت ازبکستان ته د برېښنا په بدل کې دوه میلیارده ډالر ورکوي. دغه برېښنا چې د کابل په ګډون ۱۰ ولایتونو کې کارول کیږي، اوس یې یوازې ۵ میلیارده افغانۍ دولت او ۸۰۰ میلیونه خصوصي سکتور قرضدار شوي دي.
د برېښنا شرکت مسئولین وايي: هره میاشت ۲۵ میلیونه ډالر تاجکستان، ازبکستان او ایران ته د برېښنا په بدل کې ورکول کیږي، چې د ازبکستان برخه پکې تر ټولو زیاته ده.
باید وویل شي، چې افغانستن کې ۸۰ سلنه برېښنا له وارداتي لارو پیدا کیږي او ۲۰ سلنه ”۳۰۰ مېګاواټه” یې د هېواد دننه تولیدیږي، چې د افغانستان د ټول نفوس ۳۵ سلنه وګړي لاسرسی ورته لري.