دغه عملیات د پامیر ۴۱۳ قول اردو له لوري د طالبانو د ځپلو په موخه په لاره اچول شوي او د کندز-تخار د لویې لارې له تصفیې وروسته به د تخار نورو نا امنه ولسوالیو ته هم غځول کېږي.
بل لور ته د تخار ولایتي چارواکي بیا د تېر په څېر له دې عملیاتو ناهیلي ښکاري او وایي، پخوا هم دا ډول عملیات په لاره اچول شوي، خو کومه مثبته پایله یې نه ده ورکړې.
د تخار د ولایتي شورا منشي «محمد اعظم افضلي» په دې تړاو ازادي رادیو ته ویلي، څو ورځې وړاندې هم په دې لاره تصفیوي عملیات شوي، خو کومه مثبته پایله یې نه ده ورکړې او لا هم امنیتي ګواښونه موجود دي.
دولتي ځواکونه داسې مهال په تصفیوي عملیاتو لاس پورې کوي، چې د بیلابېلو اړخونو له لوري د جګړې د شدت د کموالي له غږ سره طالبانو ویلي، په بریدونو کې یې کموالی راوستلی او تر ډېره یې دفاعي حالت غوره کړی.