د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن ( دوشبه وږي ۱ ) د خبري ناستې پر مهال وویل، چې تېرو څلریشت ساعتونو کې د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس ۳۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ۱۵ نوې پېښې کابل، څلور لغمان، شپږ هرات، ، څلور کنړ او یوه ننګرهار کې ثبت شوې دي، چې له ډې سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۲۶ تنو لوړ شو.
ښاغلي مایار تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د څلور نورو کسانو د مړینې خبر هم ورکړ، چې په ټوله کې له یاد ویروس څخه د مړو شمېر ۳۵ ته ورسېد.
په همدې حال کې عامې روغتیا وزارت کابل کې د شینوزاده روغتون د مشر مړینه د کرونا ویروس له امله تایيد کړه.
هېره دې نه وي چې تراوسه هېواد کې ۱۳۵ کسان له کرونا ویروس څخه بېرته ښه شوي دي.