دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۲۳
د مطلب کود : 208263
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټول هېواد کې ۱۱۰ روغتیايي کارکوونکي پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او له امله یې یو بل ډاکټر هم مړ شو. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن (دوشنبه ثور ۱) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د دې ۱۱۰ ډاکټرانو له ډلې ۹۰ تنه یې نارینه او ۲۰ یې ښځینه دي.

هغه زیاته کړه، چې پرون د کورونا وېروس له امله یو بل افغان ډاکټر هم ومړ او په دې سره د کوویډ-۱۹ له امله د افغان مړو شویو ډاکټرانو شمېر څلورو ته لوړ شو.
دی وايي، ډېری پېښې په هرات کې دي چې هلته ۵۱ ډاکټران، کابل کې ۲۳، بلخ ۶، کونړ ۵، غزني او ننګرهار درې-درې او نیمروز کې دوه ډاکټران د کورونا په وېروس اخته شوي دي.
ښاغلي مایار زیاته کړه، چې په ټول هېواد کې د کورونا وېروس شپږ زره ۶۱۲ مشکوکې نمونې اخېستل شوي دي. هغه زیاته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ نوې پېښې شوي وې او دې سره د مثبتو پېښو شمېر یو زر او ۲۶ ته لوړ شو.
 
https://avapress.com/vdcg379xwak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته