دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۲۰
د مطلب کود : 208274
ناټو له افغان حکومت او طالبانو د بندیانو ژر تر ژره خوشې کول غواړي
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وایي چې د افغان دولت او طالبانو له‌خوا د بندیانو خوشې کول به بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره ښه فرصت وي.
نیکولاس کې د افغان سولې پروسې څخه د ملاتړ او هرکلي ترڅنګ تازه ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي چې طالبان او افغان حکومت باید ژر تر ژره له دوی سره بندي زندانیان خوشې کړي.

ښاغلی کې وايي ښکېلې خواوې دې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ مخنیوي او د انساني حقونو له مخې دغه زندانیان خوشې کړي.
ښاغلي کې په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د بندیانو خوشې کول د افغان دولت او طالبانو ترمنځ موضوع ده: "د بندیانو خوشې کولو پرېکړه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ موضوع ده، خو اوس 'کووېډ-۱۹' ناروغي د انساني حقوقو له مخې یو ښه دلیل دی چې دا کسان خوشې شي، نو زه دواړه لوري هڅوم ترڅو د دواړو لورو له‌خوا د بندیانو د خوشې کولو لړۍ چټکه او بین‌الافغاني خبرو ته لار هواره شي."

ښاغلي نیکولاس کې په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې اوس د امریکا په مشرۍ د افغان سولې په برخه کې افغان دولت او طالبان د خپلمنځي سیاسي ستونزو د حل لپاره یو ښه فرصت په لاس کې لري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال له دفتره یوه سرچینه چې نه‌غواړي د موضوع حساسیت له کبله‌یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په هغو مواردو باید له سره غور وشي چې افغان دولت په‌کې ښکېل دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال له دفتره ویل شوي چې طالبان د هغو ۱۵ طالب قوماندانانو په خوشې کولو ټینګار کوي چې افغانستان کې په ډېرو لویو بریدونو کې لاس درلود. سرچینه وایي دا ۱۵ کسان د حکومت له نظره د دې لېست په پای کې باید خوشې شي، نه دا چې په سر کې.

د سرچینې په وینا دې ۱۵ کسانو کې یو کس د ۱۳۹۶ کال جوزا یا غبرګولي میاشت کې د المان سفارت په وړاندې د هغه برید پلانوونکی و چې شااوخوا ۱۵۰ کسان په‌کې ووژل شول.

په ورته وخت کې د طالبانو او د امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په هکله بیا د غزني پخوانی والي او شنونکی موسی خان اکبرزاده وايي چې دولت او طالبان دې له دوی سره بندي زندانیانو څخه د فشار الې په توګه نه، بلکې تل‌پاتې سولې لپاره د یو ښه فرصت په توګه ګټه پورته کړي.

ښاغلي اکبرزاده ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: "له یو بل څخه د امتیازاتو اخیستلو، هر یو کوښښ کوي چې لاسته ورغلې الې څخه د فشار په توګه ګټه واخلي، خو زما په اند دا به منطقي نه‌وي چې دوی له انسانانو د فشار په توګه ګټه اخلي، بل دا ده چې د بندیانو ساتل په دواړو لورو بوج دی، دا خلک هېڅ وخت بېرته د جګړو میدان ته نه‌ځي."

د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال له دفتره سرچینه وايي چې افغان دولت ته تر دې دمه طالبانو د هغو بندیانو لېست هم نه‌دی سپارلی چې هغو د افغان دولت د کاروکوونکو په نوم له ځان سره اسیر نیولي دي.

د دې سرچینې په وینا د طالبانو له لوري د بندیانو خوشې کولو لړۍ د هغه لېست پر بنسټ نه‌ده چې د افغان دولت له‌خوا طالبانو ته سپارل شوی دی.

خو په قطر کې د طالبان د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو افغان حکومت ته له دوی سره د افغان دولت اسیرانو لېست سپارلی دی.

د ښاغلي شاهین په وینا د افغان دولت له‌خوا د دولتي کارکوونکو کوم لېست چې طالبانو ته سپارل شوی تر دې دمه نیمګړی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې هوکړې پر بنسټ تر دې دمه د افغان دولت له لوري د طالبانو پنځه زره بندیانو له ډلې څخه ۳۰۰ او طالبانو له‌خوا د افغان دولت د زرو بندیانو له ډلې ۴۰ کسان خوشې شوي دي.
 
https://avapress.com/vdciyvar5t1aur2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته