دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 208316
د خوست والي په موټریز کاروان چاودنه شوې
د خوست والي ویاند طالب منګل د سې شنبې په ورځ ته وویل چې په دې چاودنه کې د والي دوه ساتونکي ژوبل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون یوه ښځه ټپي شوې ده.
د خوست سیمه‌ییز چارواکي وایي چې نن سهار شااوخوا ۱۰ بجې د خوست مرکز اړوند د اداري کمپلکس ترڅنګ د جمهوریت دروازې سره نږدې د خوست والي په موټریز کاروان د سرک غاړې ماین چاودنه کړې چې نوموړی ترې روغ وتلی.
د خوست والي ویاند طالب منګل د سې شنبې په ورځ ته وویل چې په دې چاودنه کې د والي دوه ساتونکي ژوبل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون یوه ښځه ټپي شوې ده.
د ده په وینا ټپیان روغتون ته استول شوي او روغتیایي وضعیت‌یې روغ ښودل شوی.
تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfycd0vw6dxma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته