دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 208330
ټرمپ امریکا ته د کډوالۍ بهیر موقتي ځنډېدو اجرائیوي فرمان لاسلیک کوي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ویلي، داسې یو فرمان لاسلیک کوي چې پر اساس به یې امریکا ته د لنډ وخت لپاره د کډوالۍ بهیر وځنډیزي.
هغه په ښکاره د یاد فرمان هدف د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس پراخېدل او د امریکايي وګړو لپاره د کاري زمینو خوندیتوب بللی دی.

ډونالد ټرمپ په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:"د دښمن برید او د خپلو امریکايي وګړو لپاره د کاري زمینې د خوندیتوب اړتیا ته په کتو، زه یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کوم چې امریکا ته د لنډ مهال لپاره د کډوالۍ بهیر ځنډوي."

تر اوسه معلومه نه ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر دغه فرمان به څه وخت اجرا شي او دغه هیواد ته د کډوالۍ بهیر به د څومره وخت لپاره وځنډیږي.

د متحده ایالاتو د دموکرات حزب چارواکو پرون دوشنبه ټرمپ تورن کړ چې هغه د کووید ـ۱۹ ویروس څخه په استفادې د کډوالو په وړاندې له خپل سخت دریځه سیاست نه کار اخلي.

د امریکا په کانګرس کې د تکزاس ایالت استازی «جواکین کاسترو» پر خپل ټوېټر لیکلي:" یاد اقدام نه یوازې دا چې د کرونا ویروس په وړاندې د ټرمپ د نه بریالي کېدو څخه د خلکو د فکر اړول دي، بلکې له یوه بحران څخه په استفادې د کډوالۍ ضد پروګرام مخته وړل دي."

هغه د خپل حزب له نورو غړو څخه هم غوښتي چې د ټرمپ د دغه پرېکړې پر ضد ودریږي.

د دمکرات حزب یو بل غړي «دون بیر» هم ویلي چې د کډوالۍ بهیر تقریباً درول شوی او متحده ایالات هم نسبت نورو هیوادونو ته د کرونا ویروس ډېر مثبتې پېښې لري.

هغه د ټرمپ دغه پرېکړه «جعل» او له «بېګانه څخه وېره» بللې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د څیړنیز مرکز د معلوماتو په اساس هر کال له یو میلیون نه زیات کسان دغه هیواد ته مهاجرت کوي چې زیات یې هندي وګړي دي.

ډونالد ټرمپ تر دې مخکې هم د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره له اروپا څخه امریکا ته سفرونه ځنډولي و.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د کرونا ویروس خپرېدو جدي اندېښنې را ولاړې کړي او په دغه هیواد کې د کرونا ویروس مړو شوو کسانو شمېر ۴۰۶۶۱ تنو ته رسېدلی دی.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلوماتو په اساس په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۵۹۷۸۶ تنو ته رسېدلی چې تر ټولو هیوادونو لوړ شمېر دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfwb5grhbgfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته