دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 208348
د افغانستان د وروستیو لاسته راوړنو د ګواښلو په هکله اندېښنې
د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل کلني رپوټ کې چې نن (سې شنبې د غوايي په ۲مه) خپور شوی، په افغانستان کې د دوه وروستیو لسیزو لاسته راوړنو د ګواښلو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه نړیوال سازمان چې په پاریس کې موقعیت لري، نن د رسنیو ازادۍ نړیوالې ډلبندۍ په هکله خپل کلنۍ رپوت خپور کړ.
     
د بې پولې خبریالانو سازمان په نړیواله ډلبندۍ کې، ظاهراً په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ وضعیت خراب شوی ځکه چې دغه هېواد په ۲۰۱۹ز کال کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۲۱ ځایګی درلود، په داسې حال کې چې دغه ځایګی په ۲۰۱۸ز کال کې ۱۱۸ و.

د دغې رپوټ په یوې برخه کې د افغانستان په اړه راغلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک تاریخي دی، خو دغه بنسټ ټینګار کوي چې دغه سند له تلپاتې او پرېکنده سولې سره ډېر واټن لري.

رپوټ کې همدارنګه راغلي دي چې د افغانستان د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې چې د رسنیو ازادي او د خبریالانو خوندیتوب ضمانت کوي، تر ګواښ لاندې دی.

دغه سازمان زیاتوي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د حکومت اقدامات له دې ډلې د رسنیو او حکومت ترمنځ ګډه ګمېټه چې په دې وروستیو کې قانوني شوې، ډېر شوي دي.

د دغه رپوت پربنسټ خو د طالبانو، داعش او نورو ټوپکیانو تپیل شوې جګړه او ځینې فاسد حکومتي چارواکي د خبریالانو، رسنیو او د اطلاع رسنوې ازادۍ په وړاندې په دایمي ګواښ بدل شوي دي.   
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayanua49nwe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته