دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 208349
ارګ: د ولسمشر غني او لومړۍ مېرمنې کرونا معاینات منفي دي
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني او د هیواد لومړۍ مېرمنې رولا غني د کرونا معاینات منفي دي.
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن سې شنبه اپرېل ۲۱ (غويي دوهمه) پر خپل ټوېټر لیکلي چې ښاغلي غني او لومړۍ مېرمنې پخپله خوښه د کوویډ ۱۹ معاینات کړي او دواړه له بشپړې روغتیا څخه برخمن دي.

هغه ویلي: "د جمهور رئیس محمداشرف غني او د هیواد د لومړۍ مېرمن د کوویډ ۱۹ د ازمایښتونو پایلې چې په خپله غوښتنه یې کړي، منفي دي. جمهور رئیس غني له بشپړې روغتیا برخمن دی او د حکومت ټولې چارې او هلې ځلې رهبري کوي. له بل لوري د کاري محیط د خوندیتوب او صحي والي د ډاډمنتیا لپاره یې لازم احتیاطي اقدامات شوي دي."

تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله د جمهوري ریاست د ۲۰ مامورینو په کروناویروس د اخته کېدو راپور ورکړی و. خو د افغانستان جمهوري ریاست تر دا مهاله په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

بلخوا د افغانستان روغتیا وزارت نن سې شنبه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د ۶۶ نوو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن سې شنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له یادو پېښو څخه ۵۲ یې په کابل،۵ لغمان،۴ بغلان،۴ ننګرهار او یوه هم په پکتیا کې ثبت شوې ده.

ښاغلي مایار زیاته کړه چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۱۰۹۲ ته ورسېد چې تر ټولو زیاتې چې ۳۸۵ کیږي په کابل کې دي.

هغه همدارنګه وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ویروس څخه ۱۵تنه بیرته روغ شوي او په دغه موده کې د کرونا له ویروس نه مړینه نه ده ثبت شوې.

په افغانستان کې تر دا مهاله له کرونا ویروس نه ۱۵۰ تنه بیرته روغ شوي او ۳۶ تنه مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په افغانستان کې د کرونا ویروس۶۶۷۶ معاینات تر سره شوي چې ۵۴۸۶ یې منفي ثابت شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbawb59rhbgfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته