دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۸
د مطلب کود : 208367
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، نړۍ د کورونا وېروس د وبا له امله له پراخې لوږې له خطر سره مخ ده.د د خوړو نړیوال پروګرام مشر ډیویډ بیسلي وايي، د ناورین د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پکار دي. دا اداره په یوه رپوټ کې اټکلوي، له لوږې سره مخ ۱۳۵ میلیون کسان به تر ۲۵۰ میلیون پورې ورسېږي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له جګړې، اقتصادي کړکېچ او اقلیمي بدلون اغېزمن لس هېوادونه له خورا ډېر خطر سره مخ دي. د خوړو کړکېچ څلورم کلني نړیوال رپوټ کې یمن، د کانګو ډیموکراټی جمهوریت، افغانستان، ونیزویلا، ایتوپیا، سوېلي سوډان، سوډان، سوریه، نایجیریا او هیټي ته ډېره اشاره شوې ده.
د دې رپوټ له مخې سوېلي سوډان کې ۶۱ سلنه وګړي له تېر کال را هیسې د خوړو کړکېچ سره لاس ګرېوان دي.
ان له روانې وبا مخکې د ختیځې افریقا او سوېلي اسیا ځینې برخې د وچکالۍ او تېرو څو لسیزو کې د ملخانو د خورا بد تېري له امله د خوړو له سخت کمښت سره مخ وو.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویډیو کانفرنس کې ښاغلي بیسلي وویل، نړۍ باید هوښیارانه او چټک ګام پورته کړي: موږ څو میاشتو کې له څو ډوله لوږې سره مخ کېدلی شو، حقیقت دا دی چې وخت ورته نه لرو.
هغه زیاته کړه: زه باوري یم چې خپلو مهارتونو او ملګرتیا سره، ډلې او اړین پروګرامونه سره یو ځایولی شو، چې باوري کړو، کووېډ-۱۹ وبا په انساني او د خوړو کړکېچ په ناورین بدلېدلی نه شي.
د خوړو نړیوال پروګرام مشر- چې خپله هم له کورونا تازه روغ شوی- امنیت شورا ته خپلو خبرو کې وویل:
بښنه غواړم چې ډانګ پېیلې خبرې کوم: دا له چا پټه نه ده چې نړۍ له څه سره مخ ده، ان له دې نړیوال روغتیايي کړکېچ مخکې ډېویډ بیسلي له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د تر ټولو بد انساني ناورین خبره کړې وه.
په یوه مرکه کې هم هغه وېره وښوده چې که ملګري ملتونه مرستې او خواړه برابر نه کړي، ممکن ۳۰ میلیونه یا تر هغه ډېر خلک څو میاشتو کې مړه شي، خو ستونزه دا ده چې مرستندویان هم د وبا له امله له درانه لګښت سره مخ دي:
په یو نه یو ډول به یې نړۍ بیه پرې کړي، ښه ده چې ګډ کار وشي، د حقیقت له مخې وایم، نه د ډار.
د خوړو نړیوال پروګرام مخکښ اقتصادپوه عارف حسین هم وایي، د وبا اقتصادي اغېز د هغو میلیونونو خلکو لپاره خورا بوږنوونکی دی چې لا د مخه له ستوني نیول شوي دي:
د هغو ډېرو میلیونو خلکو لپاره یو څټک دی چې یوازې هغه وخت خوراک کولی شي چې ورځانه کار وکړی.
محدودیتونو او نړیوال اقتصادي کړکېچ لا د مخه د دوی د ځالې هګۍ کمې کړې دي. د کووېډ-۱۹ په څېر یوازې یوه بل ګوزار ته اړتیالری چې د کړنګ غاړې ته یې ټېل وهي. موږ باید د دې نړیوال انسانی ناورین د اغېز کمولو لپاره اوس ګډ کار وکړو.
د دې میاشتې لومړیو کې د خوړو نړیوال پروګرام وویل چې د مالي کړکېچ له امله یې د حوثیانو کنټرول کې یمن ته یې مرستې نیمايي شوې دي.
دې ادارې زیاته کړه، ځینې مرستندویو د دې اندېښنې له امله مرستې ځنډولې چې حوثیان به یې د مرستې رسولو خنډ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام د میاشتې ۱۲ میلیون یمنیانو ته خواړه رسوي چې اتیا سلنه یې د حوثیانو کنټرول کې دي.
یمن کې د روانې میاشتې لومړیو کې د کورونا وېروس لومړنۍ پېښه ثبت شوه او دې سره مرستندویه ادارو خبرداری ور کړ چې د کمزوري روغتیایي سیستم له امله ممکن دا وېروس ډېر ژر ټول هېواد کې خپور شي.
 
https://avapress.com/vdcb0wb5zrhbgfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته