دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۳
د مطلب کود : 208369
د کوویډ - ۱۹ وېروس په هکله د جانز هاپکنز پوهنتون وروستي معلومات ښيي چې په نړۍ کې پر دغه ویروس د اخته ناروغانو شمېر له دوه نیم میلیونو اوښتی دی. تر اوسه د نړۍ په لر او بر کې د دغې ناروغۍ له کبله ۱۷۶ سوه زره کسان مړه شوي دي.
د برتانیا په روغتونونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس له کبله ۸۲۸ کسان مړه شوي. دې هېواد کې د مړو شویو کسانو ټولټال شمېر ورسره ۱۷۳۳۷ کسانو ته رسېدلی دی.
بل لور ته د بریتانیا ملي روغتیا وزیر مټ هنکوک وايي، هېواد یې د کورونا وېروس ضد واکسین چمتو کولو لپاره ټول وس او توان کاروي.
د نوموړي په وینا بریتانیا د دغه ډول واکسین چمتو کولو لپاره تر بل هر هېواد ډېرې پیسې لګولې دي.
نوموړي په اکسفورډ پوهنتون او لندن امپریال کالج کې د روانو ازموینو یادونه وکړه، چې په وینا یې چټک پرمختګ کوي.
ښاغلی هنکوک وايي، حکومت به د اکسفورډ څېړونکې ډلې ته د واکسین کلینکي ازموینې لپاره ۲۰ میلیونه پاونډ ورکړي، چې پر خلکو به د پنجشنبې له ورځې ازموینه پیل کړي.
 
https://avapress.com/vdcd9j0xnyt0zs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته