دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 208372
پاکستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر له ۲۰۰ کسانو واوښت
په پاکستان کې روغتیايي چارواکي وايي، په دې هېواد کې کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۰۰ پورته شوی او زرګونه نور پرې اخته شوي دي.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې کرونا وېروس په چټکۍ خپرېږي او د دې هېواد د مرکزي حکومت د ارقامو له مخې، تر دې دمه لږ تر لږه ۹۵۶۵ کسان پر دې ویروس اخته شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

د پاکستان مرکزي حکومت د سه شنبې په ورځ ناوخته په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د اغېزمن شویو کسانو د نویو ارقامو په خپرولو کې په ترڅ کې ویلي، چې دغې ویروس تر دې دمه په پاکستان کې لږ تر لږه ۲۰۱ کسان وژلي دي.

په پاکستان کې د کرونا ویرس تر ټولو مثبتې پېښې په پنجاب صوبه کې ثبت شوي، چې شمېر یې ۴۲۵۵ ته رسېږي.

په سند دغه ویروس۳۰۵۲ ځپلي، په بلوچستان کې پرې ۴۶۵ کسان اخته دي او په خیبر پښتونخوا کې بیا د دې ویروس د ناروغانو شمېر ۱۲۷۶ ته رسېدلی.

که څه هم په پاکستان کې د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې په سند ایالت کې رامنځته شوي، خو دغه ویروس بیا تر ټولو زیات ۷۴ کسان په خیبر پښتونخوا کې مړه کړي دي.

سربېره پر دې د کرونا ویرس تر دې دمه په سند کې ۵۶، بلوچستان کې ۵، پنجاب کې ۴۲ او مزکز اسلام اباد او کې هم ۳ کسان مړه کړي دي.

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې تر دې دمه له کرونا ویروسه ۲۰۶۶ کسان رغېدلي هم دي.

په پاکستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په داسې وخت کې زیاتېږي، چې د دې هېواد مرکزي او صوبايي حکومتونو د کرونا ویرس د مخنیوي لپاره د ښارونو د قرنطینولو موده د روانې میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې غځولې ده.

حکومت تر دې مخکې د اپرېل په لومړۍ نېټه په پاکستان کې قرنطین اعلان کړی و، چې له مخې یې د ښونیزو ادارو په ګډون بازارونه، ودونو تالارونه او مارکېټونه بند شول.
 
https://avapress.com/vdchq6nii23nvxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته