د غزني د جغتو ولسوالۍ ولسوال محمد یاسین جویا ويلي دا پېښه پرون ماسخوتن شاوخوا اته بجې هغه مهال شوې چې د دغې ولسوالۍ د اوسیدونکو یو فلانکوچ موټر د ښار په دشت بکاول سیمه کې پر ماین برابر شو. ويل کیږي دغه کسان د سودا اخیستو لپاره ښار ته ورغلي و او کورونو ته د ستنیدو پرمهال له پېښې سره مخ شوي دي. غزني کې د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په موخه د ماښام له اوو بجو هټۍ پرانستل کیږي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)