دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 208411
کورنیو چارو وزارت: کندهار ۵۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
کورنیو چارو وزارت وايي، د کندهار ولایت یو شمېر ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي، چې طالبانو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین نن ( چهارشنبه غوي ۳ ) رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ د کندهار ولایت په ژېړۍ، سپین بولدک او میانشین ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.
د نوموړي په وینا دغو نښتو کې ۳۱ طالب وسلوال وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. کورنیو چارو وزارت دغو نښتو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو له سرپل ولایت څخه راپورونه وايي، چې یاد ولایت کې ۱۱ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8wb58rhbgap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته