دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 208412
هېواد کې د کرونا ویروس ۵۱ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي
عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۱ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ډېری یې کابل کې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن ( چهارشنبه غوي ۳ ) د خبري غونډې پر مهال وویل، چې تېرو څلریشت ساعتونو کې د هېواد ۱۱ ولایتونو کې د کرونا ویروس یو شمېر نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

 هغه وویل چې ۲۸ تازه پېښې کابل، شپږ ننګرهار، څلور کاپیسا، درې هرات، دوه غزني، درې کونړ او یوه – یوه هم بامیان، پروان لغمان، پکتیکا او فراه ولایتونو کې ثبت شوې دي.

عامې روغتیا وزارت ویاند تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د څلور کسانو د مړینې خبر هم وکړ، چې له دې سره د یاد ویروس له امله د مړو شمېر هم ۴۰ کسانو ته لوړ شو.

د ۵۱ تازه پېښو په ثبتېدوسره هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۱۴۳ ته لوړ شو، چې له همدې ډلې ۱۶۶ کسان بېرته رغېدلي هم دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccs4qii2bqx08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته