دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 208468
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې په کار پیل وکړ
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) نوې مشرې ډیبره لاینز د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۲۳مه (غويي ۴) رسماً خپل کار پیل کړ.
آغلې لاینز د روان میلادي کال د مارچ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیرش له خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د پخواني مشر تدامیچي یاماموتو پر ځای وټاکل شوه.
د یوناما نوې مشرې په خپل ټوټیر کې د سولې، بشري حقونو، هوساینې او له افغانانو سره د همکاریو په برخو کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
هغې ویلي: "زه ویاړم چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي په توګه کار پیلوم. زه له افغانانو سره د خپلو همکاریو د پیاوړتیا او د سولې، بشري حقونو او د ټولو لپاره د هوساینې په موخه د کار کولو ملاتړ ته سترګې په لاره یم".
ډیبره لاینز یوه کاناډايي دیپلوماته ده چې د افغانستان په ګډون په مختلفو هیوادونو کې د کار تجربه لري.
میرمن لاینز د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کلونو په موده کې په افغانستان کې د کاناډا سفیره وه او د یوناما د نوې مشرې په توګه د ټاکل کېدو وړاندې یې په اسرائيلو کې د کاناډا د سفیرې په توګه کار کوه.
افغان حکومت د یوناما د نوې مشرې په توګه په افغانستان کې د میرمن لاینز د کار د پیل تود هرکلی کړی دی.
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي: "دا ډېره ښه ده چې تاسې بیا په کابل کې له ځان سره لرو".
ډیبوره لاینز په داسې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د مشرې په توګه کار پیل کړی دی چې په دغه هېواد کې له کروناویروس سره د مبارزې او له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو هڅې روانې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9j0xjyt0zo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته