دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 208484
هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۲۲۶ ته ورسېدې
د عامې ورغتیا وزیر، فیروز الدین فیروز کابل کې د خبري ناستې پرمهال وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۰ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
نوموړي نن(پنجشنبې د غويي په ۴مه نېټه) زیاته کړه چې له تازه ثبت شویو شمېرو سره هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۲۶ ته ورسيد.
ښاغلي فیروز د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د چین هېواد د مرستې دوهمې جوپې رسېدو په تړاو د یاد هېواد له سفیر سره ګډه خبري ناسته کې همداراز څرګنده کړه چې تر اوسه د ټول هېواد په کچه ۱۷۷ تنه روغ شوي هم دي.
د عامې روغتیا د مالوماتو له مخې تېره شپه او ورځ کې ۱۰ تنه په هرات ولایت کې روغ شوي دي.
د شمېرو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې هرات کې ۲۱، کندز کې ۱۵، کابل کې ۶، لوګر کې ۴، پنجشېر کې۲، جوزجان او تخار کې هم یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت همداراز د مړو شویو کسانو شمېر ۴۰ وښودو.
ښاغلي فیروز همداراز هېواد کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د چین هېواد د روغتیايي توکو له مرستې مننه و کړه.
خو نوموړي خلکو د کووید نوولس ناروغۍ د پرمختګ مخنیوي لپاره خلکو ته سپارښتنې هم درلودې:«تازه موندنو ښودلې چې د کرونا ویروس د انسان په مرۍ کې وده کوي، نو باید چې د ورځې څو ځله په تړمو اوبو او مالګې سره خپله خوله او مرۍ غرغره کړو.»
د عامې روغتیا وزیر همداراز له خلکو یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوي لپاره دې روغتیايي تابیاوې په پام کې ونیسي.
https://avapress.com/vdcbwwb5arhbgap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته