دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 208490
د افغانستان د زندانونو چارو د سمون اداره وایي، کابل کې یې د پلچرخي زندان دوه کارکوونکي د رشوت اخیستو په جرم نیولي دي.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغو کسانو د یوه بندي له کورنۍ پرون په دې چل ۲۰ زره افغانۍ اخیستې وې چې زنداني کس به‌یې ازادوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي.

شااوخوا میاشت وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني یوه ځانګړي فرمان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د ۱۰ زره زندانیانو د خوشې کېدو خبره وکړه.

دغه فرمان کې د طالب زندانیانو مسئله نه‌وه شامله، له دې وړاندې یو شمېر زندانیانو ازادي راډیو ته ویلي، د بخښنې فرمانونه عادلانه نه‌پلي کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3varut1au52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته