د پکتیا مرکز ګردېز اړوند د زعفرانخېلو د سربند او کانال د بنست ډبره کېښودل شوه.
د پکتیا کې د زعفرانخېلو سربند او کانال بنسټ ډبره کېښودل شوه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 ثور 1399 ساعت 15:45
د پکتیا مرکز ګردېز اړوند د زعفرانخېلو د سربند او کانال د بنست ډبره کېښودل شوه.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنیر محمدالدین مومند وايي چې د دغه سربند ټولهییز لګښت درې نیم میلیونه افغانۍ دی چې په جوړېدو سره بهیې شااوخوا ۳۲۷ جریبه ځمکه خړوبه کړي.
ښاغلی مومند زیاتوي چې له دې سربند سره د ۱۳۷ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو یو کانال هم جوړېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د زعفرانخېلو سربند په پاخه او اساسي ډول نهو جوړ شوی چې د سیمې خلکیې له ستونزو سره مخ و.
د مطلب کود: 208502