دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 208503
د هګیو بیه د تېرو ورځو په پرتله نیمه شوه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې بازار کې د یو هګۍ بیه شپږ افغانیو ته راکښته شوې ده.
یاد وزارت وايي، چې د چرګانو د روزنې ټولڼې چارواکو، سترو تولیدوونکو او واردوونکو سره یې ناسته کې پرېکړه کړې، تر څو بازارونو کې د هګیو بیو کې کموالی رامنځته کړي، تر څو د هېوادوالو ستونزې هوارې شي.
د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت، نن ( پنجشنبه غوي ۴ ) ویلي چې د هېواد له دریو بندرونو څخه به په محدود ډول او ښه کیفت لرونکې هګۍ وارد شي، تر څو په کور دننه احتکار کوونکي خپل زېرمه شوې هګۍ بازار ته وړاندې کړي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې په لویه پیمانه د هګیو واردول به احتکار کوونکي مجبور کړي، چې خپلې احتکار شوې هګۍ بازار ته وړاندې کړي، چې دا چاره په خپله بازار کې د هګیو بیه ټیټوي.
په همدې ترتیب سر له نن څخه یو هګۍ چې پخوا به په ۱۲ افغانۍ پېرل کېده، اوس یې بیه شپږ افغانیو ته راټيټه شوې ده.
له څو ورځو راهیسې هېواد کې په ځانګړې توګه کابل کې د هګیو بیه په بې مخینه توګه لوړه شوې وه، چې دې چارې د خلکو غبرګونو له ځان سره درلودل.
https://avapress.com/vdcdzj0xsyt0zk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته