دخپریدو نیټه :شنبه ۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 208565
هېواد کې د کرونا ویروس ۱۳۳ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي
عامې روغتیا وزارت تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۳۳ تازه مثبتو پېښو خبر وکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ چې نن ( شنبه غويي ۶ ) یې خپاره کړي، تېرو څلریشت ساعتونو کې د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس ۱۳۳ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له دغو ۱۳۳ نويو مثبتو پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱،۴۶۳ ته لوړ شو، چې ډېری دغه پېښې کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې ثبت شوې دي.
عامې روغتیا وزارت راتلونکې څو اونۍ هېواد او په ځانګړې توګه کابل کې د یاد ویروس د لاډېر خپرېدو خبر وکړی، له خلکو یې په کلکه غوښتي چې خپلو مینو کې پاتې شي.
اوس مهال د کابل په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله ګرځبندیز دی، خو د بېلا بېلو ستونزو له امله هغسې چې اړینه ده، د خلکو لخوا نه پلې کېږي.
د کرونا ویروس ضد درمل یا واکسین تر اوسه نه دي جوړ شوي، او له همدې امله د مخنیوي یواځینې لار یې همدا قرنطین یا په کور پاتې کېدل ښه تجریه ښودل شوې ده.
خو افغانستان کې د فقر له وجې یو شمېر ډېر خلک نشي کولای په ټوله معنا قرنطین عملي کړي، او کورنو کې پاتې شي، چې دې چارې هېواد کې د یاد ویروس د خپرېدو لار هواره کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcb0wb5srhbgsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته