دخپریدو نیټه :شنبه ۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 208580
کروناویروس په ۲۴ساعتونو کې شاوخوا ۶زره کسان مړه کړي
د کرونا ویروس له کبله په نړۍ کې د مړو او په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي.
د جانز هاپکنز پوهنتون وايي د امریکا په وخت د شنبې تر سهار پورې اپریل ۲۵(غويي۶) د کرونا ویروس له کبله د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۱۹۷زره کسان مړه شوي‌ دي.
تېره ورځ تر همدا وخت پورې دا شمېره شاوخوا ۱۹۱۰۰۰ وه.
همدغه راز په کرونا د اخته کسانو شمېر هم په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی. له پرون راهېسې څه باندې ۱۰۰زره نور کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.
د جمعې تر سهار پورې شاوخوا ۲.۷ میلیون انسانان په کرونا ویروس اخته وو، خو د شنبې په سهار دا شمېره څه باندې ۲.۸میلیون ته رسېدلې ده.
په امریکا کې د کرونا له کبله د مړو شمېر تر ۵۱زره کسانو واوښت او څه باندې ۹۵۰زره نور کسان پرې اخته دي.
کرونا تر بل هر هېواد په امریکا کې ډېر کسان مړه کړي دي.
په امریکا پسې په ترتیب سره ایټالیا، هسپانیا او برتانیا دي چې ډېر تلفات لري. په ایټالیا کې تر دې دمه څه باندې ۲۵۰۰۰، په هسپانیا کې شاوخوا ۲۲۵۰۰ او په برتانیا کې بیا څه باندې ۱۹۵۰۰ کسان مړه شوي دي.
دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان کې خپور شو. چین وايي دا ویروس تر دې دمه هلته څه باندې ۴۶۰۰ کسان مړه کړي‌ دي.
خو ولسمشر ټرمپ وايي‌ چې کرونا په چین کې تر امریکا ډېر کسان مړه کړي دي.
له دې هرڅه سره سره په ټولې نړۍ کې څه باندې ۷۹۰زره کسان چې په دغه ویروس اخته وو، بېرته ښه شوي ‌دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي‌ چې په نړۍ کې د کرونا ضد ۷۰ واکسینونه ازمایل شوي او اوس یې نتیجې ته منتظر دي.
ډاکټران وايي ښايي یو کال ونیسي چې د کرونا ضد واکسین جوړ او بازار ته ووځي.
https://avapress.com/vdcivvarut1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته