ښاغلی خلیلزاد وايي چې د افغانستان مخ ته تګ یا په جګړه کې پاتې کېدل، بې وزلي او ناروغۍ په دې پورې تړاو لري چې لوري څومره ژر او له کوم نیت سره دا اقدامات کوي.
ښاغلی خلیلزاد وايي چې ناټو د بشري چارو لپاره د اوربند پر ټينګښت ټينګار وکړ چې د کورونا ویروس له مدیریت سره مرسته وکړي، له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې تاوتریخوالی کم کړي، له افغان حکومت نه یې غوښتنه وکړه چې سیاسي کړکېچ پای ته ورسوي، او وې ویل چې ټول لوري باید د بندیانو په ازادولو کې چټک اقدام وکړي.
هغه وايي چې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لیک افغانستان ته یو تاریخي فرصت رامنځته کړی دی.
د هغه په وینا، امریکا او متحدان یې، نړیواله ټولنه، له افغان مشرانو غواړي چې هېواد او خلک باید د دوی په لومړيتوب کې وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس