د اسلامي همکاریو سازمان (او آی سي) د اپریل پر ۲۴ په یوه خبرپاڼه کې، د روژې د مبارکې میاشتې د درناوي لپاره په افغانستان کې د بېړني او دوامداره اوربند لپاره یو ځل بیا خپله غوښتنه راپورته کړه.
د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې پر اوربند ټینګار څرګند کړ
د صدای افغان خبری آژانس , 6 ثور 1399 ساعت 16:20
د اسلامي همکاریو سازمان (او آی سي) د اپریل پر ۲۴ په یوه خبرپاڼه کې، د روژې د مبارکې میاشتې د درناوي لپاره په افغانستان کې د بېړني او دوامداره اوربند لپاره یو ځل بیا خپله غوښتنه راپورته کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي: د روژې مبارکې په لمانځغونډه او په نړۍ کې د کرونا رنځ له کبله د سختو شرایطو په پام کې نیولو سره، د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې له ټولو مشرانو او ګوندونو بیا هم غواړي، چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم او د دوامداره اوربند لپاره ګډې هڅې پیل کړي. همدارنګه دغه سازمان څرګنده کړې؛ له افغان اړخونو غواړو، چې په سیاسي جوړجاړي کې ښکېل شي، سیاسي اختلافات یوې ډډې ته کړي او د افغانستان د خپلمنځي خبرو لپاره هڅې وکړي، چې په هیواد کې دوامداره سولې ته لاسرسي ومومې.
د اسلامي همکاریو سازمان د دغې خبروینا له لارې د یاد سازمان د مکې مکرمې هغې ناستې ته نغوته کړې، چې د دغه سازمان د وزیرانو په ګډون په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره د عالمانو نړیوال کنفرانس لخوا د ۲۰۱۸ په جولای کې تصویب شوې وه.
سربېره پردې، د اسلامي همکاریو سازمان، د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د هوکړې ستاینه کوي او خوښي څرګندوي، چې د دغې هوکړې له کبله د بندیانو د خلاصون لړې پیل شوه.
همداراز دغه بنسټ له ټولو افغان مشرانو او ګوندونو څخه غواړي، چې سره یو شي او د کرونا رنځ پروړاندې مبارزه په ګډه وکړي.
د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ باید ټول د هغو هڅو ملاتړ وکړي، چې د افغان حکومت له خوا د دغې مرګوني رنځ ضد ترسره شوي دي.
خبرپاڼې په پای کې یاد سازمان له افغانانو سره د هراړخیزې پخلاینې، تلپاتې سولې، ثبات او پرمختیا لپاره د ملي اجماع پر بنسټ د دوی په هڅو کې، د مرستو ژمنه هم تازه کړه.
د مطلب کود: 208594