کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د مړیو شمېر تر ۲۰۰ زرو اوښتی

7 ثور 1399 ساعت 23:41

د کورونا وېروس په اړه د جانز هاپکنز پوهنتون چمتو شوې شمېرې ښيي، چې په ټوله نړۍ کې د دغه وېروس له کبله تر اوسه تر ۲۰۰ زرو ډېر کسان مړه شوي او پرې د اخته شویو کسانو شمېر درېیو میلیونو ته نژدې شوی،‌ خو په ځینو هېوادونو کې یې کچه رالوېدلې ده.



یوازې په امریکا کې له دې وېروس د مړو شویو شمېر تر ۵۰ زرو اوښتی دی، چې په ګرده نړۍ کې دا تر ټولو لوړه شمېر ګڼل شوې ده.
شمېرې ښيي، چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر تر ۲٫۸ میلیونو اوښتی دی.
د روان کال د جنورۍ پر ۱۱مه په چین کې د دغه وېروس له کبله لومړنۍ مړینه ثبت شوې وه.
امریکا، ایټالیا او اسپانیا د نورو هېوادونو پر تله دغه وېروس ډېر ځپلي دي.
په برتانیا کې هم دغه وېروس تر ۲۰ زرو ډېر کسان وژلي، چې دا وروستۍ کره شمېره نه ده.
فرانسه کې هم ۲۲٫۶۱۴ کسان مړه شوي.
 


د مطلب کود: 208604

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208604/په-نړۍ-کې-د-کورونا-وېروس-له-کبله-مړیو-شمېر-تر-۲۰۰-زرو-اوښتی

آوا
  https://www.avapress.com