دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۲۳:۴۱
د مطلب کود : 208606
له تېرې یوې میاشتې راهیسې د الوتنو په ټپه درېدو له کبله د افغانستان په ګډون د نړۍ د یو شمېر هېوادونو هوايي شرکتونو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي، چې د افغانستان دوو هوايي شرکتونو ته دې لړ کې نژدې ۲۰ میلیونه ډالره او د ملکي هوايي چلند ادارې ته نژدې اووه میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.


د افغان هوايي شرکتونو نژدې ۱۷۰۰ کارکونکي د حقونو له ورکړې پرته پر رخصتیو ته استول شوي او د افغانستان یو شمېر هوايي ډګرونو کې الوتکې ځای پر ځای ولاړې دي.
د ملکي هواي چلند ادارې مسوولینو په وینا د کورونا وېروس له پیله مخکې ۱۱ نړیوالو هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې کولې او دوو افغان هوايي شرکتونو په نړۍ کې ۲۵ نقاطو یا ځایونو ته الوتنې کولې، چې اوس دا هر څه په ټپه ولاړ دي.
د افغانستان دولتي اریانا افغان هوايي شرکت او دغه راز د کام ایر هوايي شرکت ډېری الوتکې د هوايي ډګرونو پر غولي ولاړې دي.
د اریانا هوايي شرکت مشر عالم شاه ابراهیمي بي بي سي ته وویل، د کورونا وېروس وضعیت له کبله اریانا افغان هوايي شرکت نژدې ۶۰ سلنه عاید له لاسه ورکړی.
 
https://avapress.com/vdchv6ni-23nv-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته