دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۲۳:۴۱
د مطلب کود : 208607

د مصر د پخواني مفتي علي جمعي هغو څرګندونو پراخه غبرګونونه پارولي چې په وینا یې د مصر د اهرامونو جوړول غالباً ادریس پیغمبر پیل کړي او د ابو الهول مشهوره مجسمه د هغه تجسم ګڼل کېږي.
علي جمعه چې په الازهر کې د لویو علماوو د شورا غړی هم و، په "مصر د نبیانو ځمکه" یوه تلوېزیوني پروګرام کې ویلي: "ډېرې داسې ناکره خبرې شته چې علماء یې کره بولي، د خدای پیغمبر ادریس اهرامونه جوړول پیل کړي او په مصر کې د ابو الهول مجسمې مخ د هغه مخ دی."
دا لومړی ځل نه دی چې علي جمعه خپل دا ډول نظر ښيي، نوموړي په ۲۰۱۵ کال هم ویلي وو چې په تورات کې د ادریس علیه السلام نوم (اخنوخ) دی چې معنا یې د حکیمانو حکیم ده، هغه لومړنی کس دی چې په قلم یې خط ولیکه او جامې یې وګڼدلې، هغه د حکمت او ریاضي او ستورپېژندنې بېلګه ده، هغه ابو الهول دی لکه د تاریخپوهانو په کتابونو کې چې راغلي.
د نویو څرګندونو په اړه د مصر دغه پخواني مفتي دا هم ویلي چې د پیغمبر ادریس د نامه په اړه یې نظر له یو لړ څېړنو وروسته ښودلی: "داسې ناکره خبرې هم شته چې ادریس پخپله اوزوریس دی چې فرعونیانو یې په اړه خبرې کړې دي."
دی وايي "مصریانو به د خپلو مقدسو ځایونو او شخصیتونو مجسمې جوړولې، یا د مرغه یا حیوان او یا کوم بل ژوندي شي په څېره کې، خو ابو الهول یې د انسان په شکل مجسم کړ، ادریس علیه السلام انسانانو ته تر تمدن مخکې ډېر شیان وروښودل".
 
https://avapress.com/vdciuvaryt1auq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته