دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 208609
د کابل امنیه قوماندان پر مجرمینو د ډزو کولو امر صادر کړ
د کابل ولایت د نوي امنیه قومندان “امان الله واحدي” د لارښونې په اساس، تر دې وروسته د کابل پولیس پر جنایت کارانو او د لویو مجرمینو پروړاندې د ډزو حق لري.
د مجرمینو او جنایت کارانو پر وړاندې د چلند په تړاو د کابل د ګډو ځواکونو د اعلامیه کې له مخې تر دې وروسته د کابل پولیس حق لري چې پر مجرمینو ډزې وکړي.
د کابل پولیسو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوې، چې د کابل ولایت د امنیه قوماندان “امان الله واحدی” په امر تر دې وروسته پر جنایت کارانو او هغو مجرمینو چې په لویو جرمنو لکه: انسان تښتونه، وسلوالې غلاوې، باج اخیستنه، د نشه یي توکو کاروباریان او داسې نور جرمونه چې د کابل میشتو د امنیت او ارامتیا د ګډوډېدو لامل کېږي ښکیل وي؛ د پولیسو لخوا پرې ډزې کېږي.
د کابل امنیه قومندان همداراز پولیسو ته لارښونه کړې، چې خپلې دندې د قانون په چوکات کې ترسره کړي، چې د سرغړونې او له دندې څخه په ناوړه توګه ګټې اخیستنې په صورت کې به تر څارنې لاندې ونیول شي.
د کابل امنیه قومندان ښاغلي امان الله واحدي دا پرېکړه په داسې حال کې نیولې، چې وروستیو ورځو کې د کابل د لارو او کوڅو امنیت بیخي خراب شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcawanuo49nwi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته