دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 208643
افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۳۱ ته ورسید
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې په هېواد کې د کرونا د ۶۸ تازه پېښو د ثبتیدو خبر ورکړی.
له دې سره په افغانستان کې د کرونا پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵۳۱ ته ورسید.

د عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له مخې چې نن ( یکشنبه غويي ۷ ) خپاره کړي، تېرو څلریشت ساعتونو کې د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس ۶۸ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د همدې معلوماتو پر اساس د نورو ورځو خلاف چې ډېری پېښې به کابل یا هرات ولایتونو کې ثبتېدې، دا ځل ډېری پېښې غزني ولایت کې ثبت شوي چې شمېر یې ۱۳ ته رسي.
تر غزني وروسته ۱۱ پکتیا، ۹ پکتیکا، ۸ بلخ، ۶ بادغیس، ۴ ننګرهار، ۴ هرات، ۶ کابل، ۳ لغمان، ۳ خوست او یوه نوې پېښه بغلان ولایت کې ثبت شوې ده.
له دې  ۶۸ نویو مثبتو پېښو سره ټول هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کساو شمېر ۱،۵۳۱ ته ورسېد، چې له همدې ډلې ۲۰۷ کسان بېرته ښه شوي، او ۵۰ کسانو بیا د کرونا ویروس له امله خپل ژوند بایللی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdci5varpt1auq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته