کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان ته ۹۷۷ لارۍ سوداګریز توکي انتقال شوي

د صدای افغان خبری آژانس , 7 ثور 1399 ساعت 14:23

د افغاستان د حیرتان، مزار شریف، اقینې او تورغنډۍ له لارې ۹۷۷ لارۍ سوداګریز توکي دغه هېواد ته انتقال شوي دي.


د ټرانسپورت وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس نن ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې یوې اوونۍ راهیسې له دې لارې ۵۷۷۷،۷ ټنه غنم، ۱۴۹۳۱ ټنه اوړه، ۲۱۷۲۵ ټنه غوړي، ۷۷۳۵۰ ټنه تیل، ۱۳۷۵۶،۶ ټنه مایع ګاز او ۱۵۶۰ ټنه ساختماني مواد افغانستان ته انتقال شوي دي.
نوموړي وویل، دوی هڅه کوي چې د قرنطین پر مهال د خلکو اړتیاوې پوره کړي.
ښاغلی حق‌شناس وایي، له بهرنیو هېوادونکو واردېدونکي توکي د عامې روغتیا وزارت د لارښوونو او څار لاندې ترسره کېږی او ټولې لارۍ له ضد عفوني کېدو وروسته هېواد ته داخلېږي.
د یادونې وړ ده چې د قرنطین له پیل څخه تر اوسه د اوسپنې پټلۍ له لارۍ ۳۸۰ زره ټنه مواد افغانستان ته انتقال شوي چې ۱۳۰ زره ټنه‌یې خوراکي توکي او پاتې نور نفتي مواد دي.

 


د مطلب کود: 208645

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208645/افغانستان-ته-۹۷۷-لارۍ-سوداګریز-توکي-انتقال-شوي

آوا
  https://www.avapress.com