دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۵
د مطلب کود : 208650
غزني کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر له منځه وړل شوی دی
کورنیو چارو وزارت وايي، پولسو غزني ولایت کې د طالبانو هغه موټر له منځه وړی، چې له چاودېدونکو ټوکو ډک و.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، د غزني ولایت دامنیه قومندانۍ منسوبینو یو طالب له یو موټربم سره یو ځای له منځه  وړی دی.
د ښاغلي آرین په خبره بریدګر چې یو فېلډر ډوله موټر کې یې چاودېدونکي ټوکيی ځای پر ځای کړي و، غوښتل یې د غزني ښار په “ارزو” سیمه کې پولیس خپله موخه وګرځوي،  چې خپلې موخې ته تر رسېدو مخکې د پولیسو لخوا ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې له وژل شوي طالب سره یو شمېر وسلې هم له منځه تللي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcgn79xzak9z34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته