دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 208656
هرات کې د خلکو له خوا ګرځ بندیز ته نه پاملرنه
هرات ولایت چې له کابل وروسته د کووېډ نولس تر ټولو زیات ناروغان لري، په دغه ښار کې د خلکو له خوا ګرځ بندیز نه عملي کېږي.
په تېرو څو ورځو کې چې په دغه ولایت کې د کووېډ نولس ناروغانو شمېر کم شوی، خلک دومره دغه ناروغي جدي نه ګڼي او په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.
د هرات امنیه قوماندان عبیدالله نورزی په دې اړه وايي:«ځينې وسایط دي چې راستنېدونکي خپلو سیمو ته لېږدوي، ځينو نور وسایط زموږ د سوداګرو دي چې د بې وزلو لپاره خوراکي توکي رسوي.»
خو د هرات ولایت ډېری اوسېدونکي له کورونو د وتلو لامل خپلو کورنیو ته د یوې نمړۍ ډوډۍ پیدا کول بولي.
د هرات اوسېدونکې عزیزه وايي:«د هر څه بیه لوړه شوې. کور کې هېڅ نه لرو. کار مې کاوه او کارونه هم بند شوي دي.»
د هرات بل اوسېدونکې بي بي ګل هم وویل:«نوم یې ولیکه چې ورته خوراکي توکي ورکړي، خو دوه ورځې کېږي چې سرګردانه یم او تراوسه چا راسره مرسته نه ده کړې.»
د هرات د عامې روغتیا رییس خو د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي تازه زر د آر اېن اې کېټونه د شکمنو د آزموینو لپاره له کابله دغه ولایت ته لېږل شوي او له دې وروسته به د مثبتو بېلګو شمېر زیات شي.
د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا وویل:«موجود ظرفیت ۱۴۰ دی چې په ورځ کې ولای شو ټسټ کړو. تر راتلوونکو دوه ورځو، چې د کرنې ریاست لابراتوار ترڅنګ یو بل لابراتوار فعال شي، دغه ظرفیت به ۳۰۰ ته ورسېږي.»
په هرات کې د کورونا ویروس د مثبتو بېلګو شمېر هره ورځ په زیاتېدو دی، خو لیدل کېږي چې په دغه ښار کې قرنطین نه عملي کېږي او دې چارې په نوموړي ښار کې د مثبتو بېلګو د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
 
 تراوسه په هرات کې ۳۹۰ تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي دي چې له دې ډلې اوه تنه یې مړه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdccp4qie2bqxe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته