کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان کار وزارت د بې کارۍ زیاتېدو ته اندېښمن دی

8 ثور 1399 ساعت 11:04

په افغانستان کې د کرونا وېروس له پراخېدو سره د دغه هېواد د کار وزارت وايي، د بې کارۍ د کچې لوړېدو ته اندېښنه لري.
که څه هم داسې کره شمېرې نشته چې په افغانستان کې څومره خلکو خپل کارونه له لاسه ور کړی خو د کار وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزی وايي، تر ډېره د خصوصي سکتور کارکوونکو، کوچنیو کاروباریانو او په ورځنۍ مزدوري لګیا خلکو ته اندېښنه ډېره ده.



د نوموړي په خبره، کوم افغانان چې حکومتي دندې لري، کورونا وېروس د هغوی پر کار اغېز نه دی کړی:
"هغوی ته کاري ستونزه نه ده پیدا شوې، که په رخصتي کې هم دي، هغوی نارمل حالت لري، د ادارو مشرتابه یې خپلو چارو ته دوام ور کوي".
د نوموړي په خبره، حکومت خصوصي سکتور ته اندېښمن دی، ځکه دې برخه کې ادارو ځینې کارمنان ځواب کړي دي.
ښاغلي احمدزي د بي بي سي خبریال ندیم اشرف ته وویل، د کرونا وېروس د بندیزونو له امله ښايي بې کاري نوره هم لوړه شي خو په وینا یې حکومت په داسې پروګرامونو لګیا دی چې د بې کاري کچه بېرته ټيټه کړي.
 


د مطلب کود: 208679

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208679/د-افغانستان-کار-وزارت-بې-کارۍ-زیاتېدو-ته-اندېښمن-دی

آوا
  https://www.avapress.com