کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس؛ کندوز کې د ۱۵ ډاکټرانو ازموینې مثبتې دي

8 ثور 1399 ساعت 11:47

په داسې حال کې چې افغانستان کې هره ورځ د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر په ډېرېدو دی، د کندوز ولایت حوزوي روغتون وایی، د دغه روغتون د ۱۵ ډاکټرانو د کورونا وېروس ازموینې مثبتې ثابتې شوې دي.




دې سره د نورو ډاکټرانو او طبي کارمنو اندېښنې ډېرې شوې او د نژدې څلور سوه ډاکټران او کارکوونکي د کورونا وېروس ازموینې لپاره روغتون ته لېږل شوي.
خو د کندوز د والي ویاند عصمت مرادي وايي، د سلګونو نورو ډاکټرانو او کارکوونکو ازموینه په دې مانا نه ده چې دوی به په کورونا اخته شوې وي، بلکې د ډاډ لپاره تر سره کېږي. نوموړي بي بي سي ته وویل:
"په دې وروستیو کې چې کومې ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي هغه ډاکټران دي. په دې ناروغانو کې د خصوصي روغتون ډاکټران هم دي."
 


د مطلب کود: 208705

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208705/کورونا-وېروس-کندوز-کې-د-۱۵-ډاکټرانو-ازموینې-مثبتې-دي

آوا
  https://www.avapress.com