دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 208708
د نړۍ میلیونونه مسلمانان د روژې مبارکه میاشت په بېلابېلو ډولونو لمانځي، ځکه د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره ځینې هېوادونو یو څه بندیزونه لګولي چې له امله یې جوماتونه هم تړل شوي او همداراز یې پر غونډو هم بندیزونه لګولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ یو عشاریه اته بیلیونه مسلمانان له پیشنمي تر روژه ماتي پورې له خوراک، څښاک، سګریټ او له کوروالي منع شوي دي.
په دودیز
ډول د روژې په مبارکه میاشت کې کورنۍ او دوستان سره یو ځای روژه ماتوي او په ګډه لمونځ ادا کوي.
خو دا ځل په دې سپیڅلې میاشت
کې خلک باید په کورونو کې واوسي.
دا د اسلامي کلیزې نهمه میاشت ده او د جمعې په ورځ په ډېرو هېوادونو کې پیل شوه.
د نړۍ بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول چې پکې د کورونا وېروس ډېر خلک مړه کړي هلته د خوښۍ
او لمانځنې ځای خپګان نیولی دی.
په بیت المقدس کې د اقصی جومات د مارچ له نیمايي راهیسې بند دی او دا په روژه کې هم نه پرانیستل کېږي.
ان د مکې په مسجدالحرام کې
هم ګرځبندیز دی، خلک او زیارت کوونکي ورتللی نه شي.
په سعودي عربستان کې هم د کورونا وېروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcawanua49nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته