دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 208710
د ۲۰۲۰ کال لومړۍ ربعه کې ۵۳۳ افغان ملکيان وژل شوي ـ یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ یا یوناما وايي، د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ ربعه کې څه باندې ۵۰۰ افغان ملکي وګړي په جګړو کې وژل شوي دي.

یوناما وايي، په دغه موده کې ۱۲۹۳ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې ۵۳۳ تنه وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي، په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه په مارچ میاشت کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي وای، برعکس د یادو ملکي تلفاتو زیاته برخه مارچ میاشت کې رامنځته شوې ده.

راپور وايي، په دغه موده کې ۱۵۰ ماشومان او ۶۰ تنې ښځې هم وژل شوي او ۱۰۸ نورې ښځې ټپيانې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ په دغه راپور کې راغلي چې په یاده موده کې۲۸۲ ملکي وګړي د حکومت ضد عناصرو لخوا وژل شوي او ۴۲۸ نور ټپیان شوي چې په دې سره د ۵۵ سلنې ملکي تلفات مسؤلیت ورته راجع کیږي.

یوناما زایاتوي: «د یاد ملکي تلفاتو ۳۹سلنه طالبانو، ۱۳سلنه د داعش خراسان څانګې او پاتې نور یې د دولت ضد ناپیژندل شویوعناصرو ته منسوب کړي دي.»

په راپور کې راغلي چې په یاده موده کې ۱۹۸ ملکي وګړي د دولت پلوه ځواکونو لخوا وژل شوي او ۲۱۴ نور ټپیان شوی چې په دې سره د ۳۲ سلني ملکي تلفاتو لامل بلل کیږي.

په راپور کې د ملکي تلفاتو د ۲۱ سلني مسؤلیت پر افغان امنیتي ځواکونو، ۸ سلنه نړیوالو ځواکونو او پاتې نور پر ناڅرګندو دولت پلوه ځواکونو اچول شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ نن دوشنبه اپرېل۲۷ (غويي۸) د« ملکیانو ژغورلو لپاره د بېړنو اقداماتو اړتیا» په نوم خپل رپوټ کې د جګړې د ښکېلو اړخونو لخوا به جګړو کې د ملکیانو پر ټینګار کړی دی.

په دغه راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې دیبرا لینز له قوله راغلي: "په افغانستان کې د بې شمیره ملکیانو د ژوند خوندیتوب او د ښه راتلونکي په اړه ملت ته د هیلې ورکولو لپاره اړینه ده، چې تاوتریخوالی په اوربند سره ودرول شي او د سولې خبرې پیل شي."

یوناما یو ځل بیا د ښکېلو اړخونو ترمنځ د تاوتریخوالي پر کمېدو، اوربند ټینګېدو او سولې خبرو پر پیلېدو ټینګار کړی دی.
افغان حکومت، نړیولو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو، ناټو او د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په روژې میاشت کې په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې ده.

افغان حکومت له خپل اړخه اوربند ته چمتووالی ښودلی او له طالبانو څخه یې هم د اوربند غوښتنه کړې ده، خو طالبانو د اوربند غوښتنې رد کړې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک پر عملي کېدو یې ټینګار کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdfj0xzyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته