دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 208713
هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۷۰۳ ته ورسید
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه ۱۷۲ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
 
 د یاد وزارت ویاند، وحید مایار نن(دوشنبې د غويي په ۸مه نېټه) خبري ناستې پرمهال وویل چې له تازه ثبت شویو شمېرو له ټول هېواد کې د کروناویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۷۰۳ ته رسیږي.

د تازه شمېرو له مخې د کرونا ویروس مثبتط پېښې ۳۴ بلخ، ۳۳هرات، ۲۷ کابل، ۲۱ کندهار، ۸پکتیا، ۸ بغلان، ۷ کندز، ۵سرپل، ۵غور، ۴ سمنګان، ۴ نیمروز، ۳ فاریاب، ۳ لغمان، ۳ هلمند، ۱ پکتیکا او ۱ هم پنجشېر ولایتونو کې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر مخ په زیاتېدو دی او له خلکو د تابیاوو په پام کې نیولو غوښتنه کوي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۵۷ تنه مړه شوي، خو ترڅنګ یې ۲۲۰ تنه روغ شوي هم دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcgq79xwak9zu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته