خوښ ديک ۰

۱۵۰ نور امریکایي عسکر له افغانستانه ووتل

د امریکا د متحده ایالاتو ۱۵۰ تنه عسکرو افغانستان پرېښود او خپل هیواد ته ستانه شول. د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه عسکرد تېر میلادي کال په جولای په میاشت کې د امریکا له «ویسکانسېن» ایالت څخه افغانستان ته راغلي وو او دلته د اته میاشتني ماموریت له سرته رسولو وروسته بیرته امریکا ته ستانه شوي.

د ویسکانسېن ایالت د نظامي چارو ادارې هم دا خبر تائید کړی او وایي، یاد شوي عسکر تر دې دمه په ټیکساس کې مېشت دي او په نږدې ورځو کې به ویسکانسېن ته راوګرځي.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم سلګونه امریکایي عسکرو افغانستان پرېښی وو او هیواد ته ستانه شوي وو.
د طالبانو او امریکا د توافقنامې په بنسټ، باید ټول بهرني ځواکونه د څوارلس میاشتو دننه له افغانستان څخه ووزي.
 
دوشنبه ۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود: 208716 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *