کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۵۰ نور امریکایي عسکر له افغانستانه ووتل

8 ثور 1399 ساعت 12:58

د امریکا د متحده ایالاتو ۱۵۰ تنه عسکرو افغانستان پرېښود او خپل هیواد ته ستانه شول.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه عسکرد تېر میلادي کال په جولای په میاشت کې د امریکا له «ویسکانسېن» ایالت څخه افغانستان ته راغلي وو او دلته د اته میاشتني ماموریت له سرته رسولو وروسته بیرته امریکا ته ستانه شوي.



د ویسکانسېن ایالت د نظامي چارو ادارې هم دا خبر تائید کړی او وایي، یاد شوي عسکر تر دې دمه په ټیکساس کې مېشت دي او په نږدې ورځو کې به ویسکانسېن ته راوګرځي.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم سلګونه امریکایي عسکرو افغانستان پرېښی وو او هیواد ته ستانه شوي وو.
د طالبانو او امریکا د توافقنامې په بنسټ، باید ټول بهرني ځواکونه د څوارلس میاشتو دننه له افغانستان څخه ووزي.
 


د مطلب کود: 208716

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208716/۱۵۰-نور-امریکایي-عسکر-له-افغانستانه-ووتل

آوا
  https://www.avapress.com