دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 208718
د پکتیکا په مرکز ښرنه کې امنیتي ځواکونو او اربکیانو پر لسګونو ښاریانو ډزې وکړې، چې خبره یې تر لاس او ګرېوان ورسیده. د ځایي سرچینو په حواله د ښرنې د اربکیانو قومندان لعل خان او د مټاخان امنیه قومندان عیدالودود اندړ وروسته له هغه د خلکو له توند غبرګون سره مخ شول، چې په ښار کې یې له یو تن قصاب نه غوښه په زور اخیستله.


دخواله رسنیو فعالانو هغه تصویرونه شریک کړي چې لسګونه تنه د قصاب پر پلوۍ له قومندانانو سره ناندرۍ وهي.
د ښرنې ښار یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط د نن ټکی اسیا ځایي خبریال ته وویل، چې دغه قومندانان پخوا هم د یاد قصاب قرضداران وو، اوس قصاب د تېرو پیسو غوښتنه کوله، خو دوی نوره غوښه هم په زور ترې وړله، چې د ځوانانو شورا غړو د قصاب ملاتړ وکړ او لسګونه نور ښاریان یې په پلویتوب ودریدل.
قومندانانو د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د ځوانانو شورا پر مشر حاجي نیاز ډزې وکړې، چې نوموړی ترې سلامت پاتې شو.
غبرګو قومندانانو ځایي رسنیو ته له ولس سره شخړه منلې، خو ادعا کوي چې د ځانونو د فاع په خاطر یې پر ولس ډزې کړې دي.
یاده دې وي د دې دواړو قومندانانو پر ضد نږدې دوه اوونۍ وړاندې هم پراخ لاریون وشو، چې ځایي چارواکو د قومندان لعل خان د تبدیلۍ او د یو تن زده کوونکي د شهادت له امله د قومندان عبدالودود د دوسیې د څارنې ژمنې هم وکړې.
 
https://avapress.com/vdcb8wb5wrhbgzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته