کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت غويي میاشتې د اتمې په مناسبت زرګونه بندیان ازادوي

د صدای افغان خبری آژانس , 8 ثور 1399 ساعت 13:23

افغان حکومت اعلان کړی چې زرګونه بندیان د غويي میاشتې د اتمې یا د پخواني شوروي ځواکونو پر وړاندې د افغانانو د جهاد بریا په مناسبت ازادوي.


ولسمشرۍ ماڼۍ نن دوشنبې په یوه اعلامیه کې ويلي چې دا پرېکړه د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت رهبرۍ غونډه کې شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې، ترسره شوه. په دې غونډه کې د غویي د اتمې یانې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال یرغل پر وړاندې د افغانانو د برحقه جهاد د بریالیتوب په مناسبت د بندیانو د بښنې فرمان نهایي شو، چې له مخې به یې زرګونه زندانیان ازاد شي."
ارګ ويلي د حکومت د رهبرۍ غونډې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د افغانستان د زندانونو عمومي رئیس ته دنده وسپارله چې د دې فرمان جزئیات د رسنیو له لارې ولس سره شریک کړي. په اعلامیه کې ويل شوي چې دغه اقدام د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د هغه توشیح شوي فرمان په تعقیب کېږي چې له امله یې په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان له مختلفو زندانونو څخه زرګونه بندیان خوشې شول.


د مطلب کود: 208722

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208722/افغان-حکومت-غويي-میاشتې-د-اتمې-په-مناسبت-زرګونه-بندیان-ازادوي

آوا
  https://www.avapress.com